انصار: (د سلواغه ۳ مه)، د تورخم دروازه نن سهار له یولس ورځني ځنډ وروسته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالبصیر زابلي رسنیو ته تایید کړه چې یاده لار نن سهار د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې.
د یادونې ده چې دغه لار ۱۱ ورځې وړاندې پاکستاني لوري د لویو موټرو پر مخ تړلې وه.
دوی له موټر چلوونکو او کلېنرانو څخه د وېزې غوښتنه کوله چې وروسته بیا افغان لوري هم ورته اقدام وکړ.
تر دې وړاندې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ویلي وو چې له افغانستان سره د لارو بندېدو منځنۍ آسیا ته د پاکستان سوداګري په ټپه درولې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29766
قرأ